اسلایدشوافغانستانحکومتخبر

د چین سفیر او د بلخ والي د اقتصادي همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې ده

دید خبرې آژانس: په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ بلخ ولایت ته د سفر پرمهال د دغه ولایت له والي محمد یوسف وفا سره د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو، دوه اړخیزو اړیکو، د اقتصادي دهلېزونو، پانګونې، صادراتو او وارداتو د زیاتوالي او سیمه‌ییزو اړیکو د پراخوالو په تړاو خبرې کړې دي.

د چین سفیر ویلي، چې هېواد یې د افغانستان له امنیت، اقتصادي ثبات او رښتیني انځور ملاتړ کوي او ژمن دی چې په مهمو بنسټیزو پروژو کې همکاري وکړي.

هغه زیاته کړې، چې چین له افغان صادارتو تعرفه نه اخلي او غواړي افغانستان د سیمه‌ییزې سوداګرۍ مهم مرکز شي.

ورته مهال د بلخ والي د چین له سفیرغوښتي، چې د اقتصادي همکاریو د پراخوالي ترڅنګ، د مستقیمو الوتنو، سړو خونو او صادرات برخه کې د اسانتیاوو په جوړولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي وفا زیاته کړې، چې اوسني نظام له امنیت، شفافیت او اقتصادي ودې سره، نړیوالو ته د پانګونې ښه فرصت برابر کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button