اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

د چچن جمهوریت پلاوي د افغانستان ملي موزيم له بېلابېلو برخو څخه ليدنه کړي

دید خبرې آژانس: د فدراتیفې روسیې د چچن جمهوریت پلاوي، د افغانستان ملي موزيم له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه.

د دې ليدنې پرمهال د افغانستان ملي موزيم مسئولينو، ياد پلاوي ته د ملي موزيم او پکې د ساتل شويو آثارو په اړه معلومات ورکړل.

دغه راز، د فدراتیفې روسیې د چچن جمهوریت د پلاوي مشر، د افغانستان په ملي موزيم کې ساتل شوي آثار، د افغانستان تاريخي او فرهنګي هويت وباله او څرګنده یې کړه چې د افغانستان لرغونی تاریخ د دې ښکارندويي کوي چې دغه هېواد بډای فرهنګ او ارزښتناک تاريخي آثار لري.

د يادونې وړ ده چې د چچن جمهوریت د علومو اکاډمۍ د مشر او د فدراتیفې روسیې د قومونو شورا د مرستیال جمبولات عمروف په مشرۍ پلاوی، په رسمي سفر کابل ته راغلی او ټاکل شوې ده د دغه سفر په بهير کې پر کلتوري مسایلو د خبرو ترڅنګ؛ د افغانستان له تاریخي او کلتوري ځایونو څخه هم لیدنه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا