دید خبرې آژانس: د پوهنې وزارت چارواکو له لوري د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د دغه وزارت د پنځم، شپږم اداري او ښوونکو د ۸ زره ۱۶۵ خالي بستونو لپاره د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان کړې.

د یاد وزارت د کيفيت د تضمين معين مولوي عبدالخالق صادق په یاده ناسته کې وویل چې ښوونکي بايد په ټول توان هڅه وکړي، چې د هېواد بچيان په ښه ډول وروزي او د ولس هيلې او تمې له خاورو سره خاورې نه کړي.
نوموړي زیاته کړه؛ د پوهنې وزارت هم هڅه کوي، چې د ښوونکو او پوهنې وزارت د کارکوونکو معاشونه او امتيازونه لوړ کړي.
هغه ډاډ ورکړ، چې د يادو کسانو په استخدام سره به په ښوونځيو کې شته نيمګړتياوې بشپړې شي، د اړوندو څانګو مطابق ښوونکي به پر دندو وګمارل شي او ورسره به د پوهنې کيفيت په ښه کېدو کې ډېره مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د ازموينو ملي ادارې رئيس شيخ عبدالباقي حقاني وویل چې د هېوادونو د ابادۍ دوه اساسي شرطونه په عصري علومو کې پرمختګ او کار اهل کار ته سپارل دي او اسلامي امارت دې دواړو ته پوره ژمنتيا لري.
هغه څرګنده کړه، چې د ازموينو ملي اداره د پرمختللو سيسټمونو پر مټ د شفافې ازموينې له لارې اهل کسان مشخصوي او په دې برخه کې هيڅوک لاسوهنه نشي کولای.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه ازموينه په پوره روڼتيا سره اخيستل شوې او يواځنی معيار په کې وړتيا او استعداد و.
د یاد وزارت د ښوونې او روزنې معین سخاء الله سعيد وویل چې د دغه ۸۱۶۵ خالي بستونو له جملې څخه ۸۰۸۶ یې د ښوونکو او ۷۹ یې اداري بستونه دي.
د هغه په خبره په یاده ازموینه کې بریالي اعلان شوي کسان کولای شي د را روانې دوشنبې له ورځې څخه مرکز او اړوندو ولايتي رياستونو ته د استخدام په موخه ورشي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه ازموينه کې ټولټال ۳۵ زره ۶۴۰ کسانو ګډون کړی وو، چې له دې جملې څخه ۳ زره ۷۱ تنه بريالي، ۸ زره ۳۹۲ ريزرف او پاتې نور يې بې پایلې اعلان شوي دي.