د پولیو واکسین کمپاین په ۱۶ ولایتونو کې پیل شو
دید خبرې آژانس: د عامې روغتیا وزارت له لوري، د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو.

د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کمپاین په کندهار، هلمند، روزګان، هرات، بادغیس، بغلان، زابل، غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، کابل، لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان کې نن پیل شو چې په بهیر کې به یې شاوخوا شپږ میلیونه له پنځه کلنۍ څخه کم عمر لرونکي ماشومان واکسین شي.
یاد وزارت د هېواد له قومي مشرانو او مخورو، علماء کرامو او ځایي اوسیدونکو څخه غوښتي چې په خپلو سیمو کې د عامې روغتیا وزارت له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي، ترڅو دغه وزارت وکولای شي د واکسین په ښه تطبیق سره، په افغانستان کې د پولیو له ناروغۍ څخه مخنیوی وکړي.
هېره دې نه وي چې د روان ۱۴۰۳مالي کال د مرغومي میاشتې په ۳مه هم، د هېواد په ۱۱ولایتونو کې د پولیو (ګوزڼ) واکسین درې ورځنی کمپاین ترسره شو چې په بهیر کې یې شاوخوا ۴.۸ میلیونه له پنځه کلونو څخه کم عمر لرونکو ماشومانو ته واکسین تطبیق شو.