اسلایدشوافغانستانټولنه

د پولیو واکسین تطبیق بهیر په ټول هیواد کې پیل شو

دید خبرې آژانس: د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې، چې نن دوشنبه (د جوزا ۱۴ مه) به په ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان کال د پولیو د واکسین د څلور ورځني ملي کمپاین دوهم پړاو نن دوشنبه د جوزا په ۱۴مه په ټول هیواد کې پیل شو.

دغه وزارت زیاتوي چې د کمپاین په دې پړاو کې به په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۱،۲ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، واکسین شي.

په همدې حال کې افغانستان او پاکستان یوازینی هیوادونه دي چې تر اوسه یې پولیو له منځه نه ده وړې.

 تېر کال د هېواد په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې د پولیو څو پېښې ثبت شوې وې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا