اسلایدشوتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د پوتین شرطونه په اوکراین کې د اوربند لپاره

ولادیمر پوتین وايي، یوه اوربند ته له رسېدو مخکې باید اوکراین له هغو سیمو پوځونه په شا کړي، چې روسیه وايي، په خپله خاوره پورې یې ضمیمه کړې دي.

خو د اوکراین ولسمشر بیا دا وړاندیز د هټلر هغه ته ورته ‘ضرب الاجل’ بللی. ولودیمر زېلینسکي لا ډېر مخکې ویلي، اوکرایین به تر هغو پورې له روسیې سره مذاکرات و نه کړي، چې د کرایمیا په ګډون له ټولو اوکراییني سیمو روسي پوځیان وتلي نه وي.

د روسیې ولسمشر دغه راز ویلي، د سولې خبرو له پیله مخکې باید اوکرایین په ناټو سازمان کې له ګډون کولو هم لاس پر سر شي.

ښاغلی پوتین د اوربند لپاره خپل شرطونه داسې مهال اعلانوي، چې د شنبې پر ورځ په سویټزرلنډ کې د ۹۰ هېوادونو مشران په اوکرایین کې د سولې لارو، چارو لټون په هکله د بحث لپاره یو ځای کېږي، خو دې غونډه ته روسیه نه ده بلل شوې.

د جمعې پر ورځ مسکو کې د روسي سفیرانو یوې غونډې ته وینا کې ښاغلي پوتین له اوکرایین حکومته وغوښتل چې له دونیڅک، لوهانڅک، خېرسون او زاپوریژیا سیمو چې ځینې برخې یې روسیې نیولي، ووځي.

نوموړي وویل، اوکرایین باید په ناټو پوځي سازمان کې له ګډونه رسماً لاس پر سر شي. هغه زیاته کړه: ”هغسې چې کیېف ومني چې داسې یوې پرېکړې ته چمتو دي… زموږ له لوري به سملاسي، بلکې هماغه دقیقه د اوربند او مذاکراتو پیلولو اعلان ورپسې وي.”

د اوکرایین ولسمشر سلاکار میخایلو پودولیاک بیا دا وړاندیز ”بشپړ شرم” بللی او په وینا یې ”سالم عقل ته سپکاوی” دی.

وروسته د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي د ایټالیا له سکای ټي جي ۲۴ ټلویزیوني شبکې سره خبرو کې وویل: ”دا پیغامونه د ضرب الاجل پیغامونه دي، دا کټ مټ داسې څه دي، لکه هټلر چې کړل، هغه ویلي و، د چیکوسلواکیا یوه برخه ما ته راکړئ، همدلته یې به بس کړم.”

د امریکا دفاع وزیر لوئد استین هم د پوتین غوښتنې رد کړې او په وینا یې: ”پوتین په غیر قانوني توګه د یوه خپلواک هېواد اوکرایین خاورې ځینې برخې غصب کړې دي. دی داسې دریځ کې نه دی، چې اوکرایین ته امر وکړي، چې د سولې راوستو لپاره دوی باید څه وکړي.”

د ناټو عمومي منشي یانس ستولتینبیرګ وايي، ښاغلي پوتین له ښه نیت سره دا وړاندیزونه نه دي کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا