د یو څېړنې پایله؛
د پنجشیریانو نړیواله شورا: طا-لبانو په پنجشیر کې ۲۸۵ کورونه او ۱۲ ښوونځي غصب کړي دي
دید خبري آژانس: د پنجشیریانو نړیوالې شورا په یوه څېړنیز راپور کې ادعا کړې، چې په دغه ولایت کې ۲۸۵ کورونه، ۱۲ ښوونځي او ۱۳ جوماتونه غصب شوي دي.
دغه څېړنيز راپور پرون (چهارشنبه، د دلو ۲۵مه) د پنجشيريانو د نړيوالې شورا له خوا له رسنيو سره شريک شو.
د دغه راپور پر بنسټ، طا-لبانو په دغه شمېر کورونو، د ښوونځیو ودانیو او جوماتونو ته جنګیالیو او د هغوی کورنۍ انتقال کړی دی.
په دې راپور کې راغلي چې دا مهال په پنجشیر کې څه باندې ۲۱ زره طالب ځواکونه حضور لري.
د دې څیړنې موندنې ښيي چې طا-لبانو حتی په ځینو سیمو کې د اوبو چینې تخصیص کړې او د سیمې اوسیدونکو ته یې د کارولو اجازه نه ورکوله.
سربیره پردې، طا-لبان د پنجشیر د اوسیدونکو په کرنیزو ځمکو ګزمې کوي او بزګران ځوروي.
د دې راپور له مخې، طا-لبانو د هغو سیمو اوسېدونکي اړ کړي چې امنیتي ګواښ احساس کړي.
همدا راز طا-لبانو یو شمېر سیمه ییز بازارونه هم نیولي او د اړتیا وړ توکي یې له بهر څخه راوړي.
«د پنجشیریانو نړیوالې شورا» زیاته کړې، چې د پوځي او ملکي ملکیتونو غصبول د جرمونو د نړیوالې محکمې د اساسي قانون د ۷ او ۸ مادې پر بنسټ «جنګي جرم» او د بشري حقونو خلاف عمل ګڼل کېږي.
دغې شورا د هاګ په نړیواله محکمه کې طا-لبانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.