اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهاجرتمهم مطالب

د پناه غوښتونکو نړۍواله ورځ/ د افغان پناه غوښتونکو کړاونه

د کډوالو له نړۍوالې ورځې سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو لوی منشي په نړۍ کې د کډوالو او پناه غوښتونکو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

انتونیو ګوترش ویلي، که په ټولو هېوادونو کې منازعات حل شي؛ نو خلک به هم دې ته اړ نشي چې، په نورو هېوادونو کې د پناه غوښتنه وکړي.

ګوترش زیاته کړې: (موږ د پناه غوښتنې په نړیواله ورځ، له پناه غوښتونکو په مرسته او هرکلي کې د نړۍ ټولیز مسوولیت، د هغوی له انساني حقونو ملاتړ له هغې ډلې د پناه غوښتنې حق او په پای کې د ستونزو داسې حل چې د کورونو پرېښودو ته اړ شوي کسان بیرته خپلو مېنو ته ستانه شي، یو ځل بیا ټینګار کوم.)

په ورته مهال په نورو هېوادونو کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي وایي چې له ګڼو ستونزو له هغې ډلې د ځینو هېوادونو له لوري د پناه غوښتنې او تبعیضي چلند سره مخ دي.

له دې سره د پناه غوښتونکو د حقونو یو شمېر فعالان وایي چې په اوسني وضعیت کې په نورو هېوادونو کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي د اجباري ایستلو له خطر سره مخ دي.

په ورته مهال سرپرست حکومت په دې باور دی چې په هېواد کې اوسنی وضعیت ښه دی او افغان پناه غوښتونکي کولای شي بیرته هېواد ته را ستانه شي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «افغانستان یې هېواد دی او باید بېرته افغانستان ته را وګرځي، په نورو هېوادونو کې د احتیاج حالت کې افغاني غرور او حیثیت نه پاتې کیږي..»

د جون ۲۰ په ټوله نړۍ کې د پناه غوښتونکو حقونو ته د درناوي په موخه د ملګروملتونو له لوري د پناه غوښتونکو د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا