د پناه غوښتونکو د کښتۍ له ډوبیدو وروسته د اروپايي اتحادیې د مهاجرت د پالیسیو پر ضد مظاهرې
دید خبري آژانس: د یونان په سواحلو کې د یوې کشتۍ له ډوبېدو وروسته چې سلګونه کډوال په کې سپاره وو، فعالانو او ژوندي پاتې شویو کسانو مظاهره وکړه.
لاريون کوونکو د اروپايي ټولنې د سرحدي تګلارو پر ضد شعارونه ورکول او هغه يې وغندل.
د یونان په سواحلو کې د کډوالو د کښتۍ له ډوبیدو وروسته چې په سلګونو مهاجر په کې ووژل شول، فعالانو او ژوندي پاتې شوو کسانو په دې وروستیو کې مظاهرې وکړې.
مظاهره چیانو د اروپایی اتحادیې د سرحدی سیاستونو او د اروپا د سرحدونو او ساحلی ګارد ادارې پر ضد مظاهرې وکړې او شعارونه یې ورکول.
یوه بېړۍ چې څه باندې ۸۰۰ کډوال په کې سپاره وو، څه موده وړاندې د یونان په سواحلو کې ډوبه شوه.
په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه کسان وژل شوي او تر اوسه د ډېرو جسدونه نه دي موندل شوي.
په ايټاليا کې د افغانستان سفارت تاييد کړې، چې په دې کښتۍ کې يو شمېر افغان کډوال هم سپاره وو، خو د کره شمېر او د مرګ ژوبلې په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.
باید وویل شي چې ستونزو، بیروکراسۍ او د کډوالۍ سختو سیاستونو د خلکو زړونه د تل لپاره سمندر ته اړولي او د ژوند او مرګ تر منځ یې انتخاب کړی دی.