اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د پناه غوښتونکو د ننوتلو د مخنیوي لپاره د ترکیې ګرځنده ګزمې زیاتول

دید خبری آژانس: د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې هیواد ته یې د کډوالو د ننوتو د مخنیوي لپاره پوستې او ګرځنده ګزمې زیاتې کړي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا پرون (سه شنبه، د کب ۸) د ترکیې په ۳۰ ښارونو کې د ناقانونه پناه غوښتونکو د پېژندلو لپاره د پوستو او ګرځنده ګزمو د زیاتولو اعلان وکړ.

هغه وویل چې د تیر کال د جولای میاشتې راهیسې یوازې په استانبول کې ۵۶۶۲۰ غیر قانوني پناه غوښتونکي پیژندل شوي او د اخراج مرکزونو ته استول شوي دي.

د ترکي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، علي یرلیکایا د غیرقانوني پناه غوښتونکو د ننوتلو د مخنیوي لپاره د بهرنیو اتباعو د چک کولو او پیژندلو لپاره د ګرځنده موټرو او ځایونو زیاتوالی ګڼلی دی.

هغه زياته کړه، هغه بهرنيان چې د زېږون سندونه او اړين اسناد نه لري، نيول کېږي او د اخراج مرکزونو ته به وړل کېږي.

علي یرلیکایا په ترکیه کې د غیر قانوني مهاجرت یادونه وکړه او ویې ویل چې د غیرقانوني پناه غوښتونکو او قاچاق وړونکو سره د مبارزې په برخه کې څلور ګامونه اخیستل شوي دي، د پناه غوښتونکو په اصلي هیوادونو کې د ستونزو حلول، د سرحدي امنیتي تدابیرو سختول، د پناه غوښتونکو پیژندل او نیول او په نهایت کې یې نورو هیوادونو ته اخراج کول

علي یرلیکایا وویل چې په تیر کال کې ټولټال ۶۱,۴۲۹ غیرقانوني اتباع پیژندل شوي او د اخراج مرکزونو ته لیږل شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو اوو میاشتو کې په استانبول کې د قاچاق وړونکو پر ضد ۴۹۳ عملیات شوي او ۷۹۸ قاچاق وړونکي نیول شوي دي.

ترکیه د اسیا او اروپا ترمنځ د نښلوونکې اړیکې په توګه د ډیرو پناه غوښتونکو موقت ځای دی چې اروپا ته د قانوني او غیر قانوني لارو له لارې دغه هیواد ته داخلیږي. په وروستیو میاشتو کې ترکیې د کډوالو د پېژندنې، نیولو او شړلو بهیر ګړندی کړی او زرګونه کډوال چې اکثره یې افغانان دي، توقیف او شړلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا