دید خبرې آژانس: د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند بهیقي کتاب خپرولو ریاست له لوري د زندانونو چارو د سمون ادارې سره په همغږۍ د څرخي پله له سلګونو زندانیانو څخه د نبوي سیرت ازموینه واخیستل شوه.

په دغه ازموینه کې د یاد زندان ۴۳۰ زندانیانو برخه اخیستې وه.
د بهیقي کتاب خپرولو ریاست د مسوولینو په خبره یادو زندانیانو ته تر ازموینې څه موده وړاندې د اړوندې برخې کتابونه ورکړل شوي وو او تر چمتوالي وروسته ورڅخه ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ریاست مسوولینو همدارنګه ویلي چې د دغه ازموینې ممتازو ګډونوالو ته بېلا بېلې ډالۍ هم په نظر کې نیول شوې دي.
په ورته وخت کې د دغې ازموینې یو شمېر ګډونوالو هم د دا ډول پروګرامونو له په لاره اچولو څخه خوښي څرګنده کړې او د دوام غوښتنه یې کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې یو شمېر هېوادوالو هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه اقدام ستاینه کړې او ویلي یې دي، د خوشحالۍ ځای دی، چې اوسمهال په زندانونو کې د زندانیانو د ربړونې پر ځای د هغوی معنوي روزنه کېږي.