پل خشتي، چې د کابل له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده، تل د ګڼې ګوڼې او د سړک پرغاړه د توکو د پلورونکو د پراخ حضور شاهده وي.

خو اوس د کابل ښاروالۍ په دې سیمه کې د یوه معیاري ځمکتل د کار په پیلولو سره د ښاري وضعیت د ښه والي لپاره عملي ګام پورته کړی دی.
دغه ځمکتل یا زیرزمینې چې د نویو ښاري سټنډروډونو پر بنسټ جوړیږي، د هېوادوالو لپاره شپږ د ورننوتو او وتو لارې لري. دغه راز، دا پروژه د ۳۴۰ هټيو د ظرفیت لري. د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وایي، د دې پروژې موخه د سړک پرغاړه د توکو د پلورونکو د ستونزو هوارول، ښاري پراختیا او د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو برابرول دي.
د کابل ښاروالۍ استازی، نعمتالله بارکزی په دې اړه داسې وايي: «په ټوله کې دغه بازار ۳۴۰ هټۍ لري او مساحت یې ۷ زره او ۲۸۰ متره مربع دی. هغه معیارونه چې په دې بازار کې موجود دي، د نني دور معیارونه دي؛ د اور وژنې سیسټم لري، سولر سیسټم لري، ښاري تشنابونه لري او د یوه عصري بازار ټولې اړتیاوې پوره لري. د کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې د ځمکې لاندې بازارونو په جوړولو سره د لاسي خرڅلاو ستونزه لا ښه حل کړي او همدا راز د ګرانو هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي.»
د پل خشتي د ځمکتل پروژې انجنیر، ولي خان هم وايي: « تر ځمکې لاندې دغه بازار شپږ لارې لري: دوه لارې د سرچوک لور ته، دوه لارې د پل خشتي لور ته، او دوه لارې یې په منځ کې دي. سربېره پر دې، دا د ځمکې لاندې بازار لیفټ هم لري، څو هغه کسان چې له زینو تګ راتګ نشي کولای، ترې ګټه واخلي.»
د یادونې ده چې د پل خشتي د ځمکتل د جوړېدو چارې تر اوسه څه باندې۹۰ سلنه بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.