Uncategorizedاسلایدشوافغانستانامنیت او حوادثټولنه

د پروان – بامیان لویه لار تړل شوې ده

دید خبرې آژانس: رسنیو د سیمه ییزو سرچینو له قوله ویلي، چې د شینوارو په ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله د پروان – بامیان لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د کابل رسنیو خبر ورکړی، چې سیلابونو له نن سهار راهیسې د پروان – بامیان لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

ويل شوي، چې دغه لويه لاره له نن سهار راهيسې د شينوارو ولسوالۍ په مربوطاتو کې تړل شوې او د بېرته خلاصولو هڅې روانې دي.

د هوا پېژندنې ادارې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د هېواد په ١٩ ولايتونوکې د سختو اورښتونو، سيلابونو او د سختو بادونو د ورېدو احتمال اعلان کړى دى.

د يادونې وړ ده، چې سږ کال هم په يو شمېر ولايتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله خلکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي. په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې د سېلابونو او طوفانونو له امله تر ۴۰ ډېر کسان مړه او ۲۳۰ نور ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button