د پرانیستې دولتدارۍ د مشارکت د ملي عمل د پروګرام د تدوین دوهم پړاو پیل شو
دولت او د هېواد مدني بنسټونو، د پرانیستې دولتدارۍ د مشارکت د ملي عمل دویم پروګرام د تدوین دوهم پړاو د ګڼ شمېر ادارو او مدني بنسټونو د استازو په ګډون پیل کړ.
دولت او د هېواد مدني بنسټونو، د پرانیستې دولتدارۍ د مشارکت د ملي عمل دویم پروګرام د تدوین دوهم پړاو د ګڼ شمېر ادارو او مدني بنسټونو د استازو په ګډون پیل کړ.
د دغه پروګرام موخه، د روڼتیا د ښه والي، حساب ورکونې او په حکومتولۍ کې د خلکو د ونډې په برخه کې د دولت او مدني بنسټونو لخوا د ګډو ژمنو رامنځته کول او په حکومتولۍ کې د ټکنالوژۍ د کارونې رواجول دي.
د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر د پالیسۍ، څارنې او بررسی مرستیال او په افغانستان کې د پرانیستې دولتدارۍ ګډ رییس، عبدالسبحان رووف، په هغه کنفرانس کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د پرانیستې دولتدارۍ د مشارکت د ملي عمل دویم پروګرام د تدوین د دوهم پړاو د پیل په مناسبت جوړ شوی ؤ، ډاډ ورکړ چې، د ښې حکومتولۍ له لارې به د هېوادوالو د ژوند د ښه والي په برخه کې حکومت د عمل په دوهم پروګرام کې اساسي اقدامات په پام کې ونیسي.
د افغانستان د روڼتیا څار ادارې اجرایی رییس او د پرانیستې دولتدارۍ د مشارکت انتخابي غړي سید اکرام افضلي په دغه کنفرانس کې وویل، سره د دې چې په تېرو دوو کلونو کې د پرانیستې دولتدارۍ د مشارکت د پلي کېدو په بهیر کې لوړو ژورو شتون درلود، اوس داسې میکانیزمونه لکه د پرانیستې دولتدارۍ د مشارکت مجمع رامنځته شوي او د دې ظرفیت لري چې د افغانستان حکومت ته څرګندې او اساسي ژمنې وړاندې کړي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي د کمیسیون رییس عین الدین بهادري هم وویل، چې ملت ته د دولت د حساب ورکولو او د حکومتولۍ په پروسه کې د خلکو د ګډون په کار کې شفافیت یو مخکنی شرط دی.
هغه دې ته په ټینګار، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون په عملي کېدو څارنې ته چمتوالی لري د افغانستان له دولت، مدني ټولنې او د افغانستان د نړیوالو شریکانو وغوښتل، چې خپلې ټولې سرچینې اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون په پلي کېدا کې بسیج کړي.
د عمل د دوهم پروګرام تدوین به پنځه میاشتې وخت ونیسي او په دغه موده کې به د خلکو له لورې د وړاندیزونو او تعهداتو په اړه د ولایتونو په کچه ناستې او غونډې ترسره شي.
د پرانستې دولتدارۍ مشارکت یو نړیوال نوښت دی، چې په ۲۰۱۲ م کال یې په کار پیل کړی دی. په اتو کلونو کې ۷۵ هیوادونه له دغه نوښت سره یو ځای شوي دي او پخپلو هیوادونو کې یې د حکومتولۍ د ښه والي په اړه یو لړ تعهدات رامنځته کړي او پلي کوي یې.
په دغه نوښت کې د افغانستان د غړیتوب غوښتنه په ۲۰۱۶ م کال کې د پرانستې دولتدارۍ د مشارکت په نړیوال کنفرانس کې ترسره شوه او د پرانستې دولتدارۍ د مشارکت له لوري ومنل شوه.