د پخوانیو ډیپلوماټانو ټولنې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو ملاتړ وکړ
دید خبری آژانس: د ډیپلوماټانو ټولنې د افغانستان په اړه د دوحې د دوهمې ناستې له ترسره کېدو سره یو ځای د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو ملاتړ وکړ.
د افغانستان د ډيپلوماتانو ټولنې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د هېواد د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو هرکلى کړى او ويلي يې دي، چې دغه سازمان بايد د افغانستان په تړاو له نړيوالو کنوانسيونونو سره سم عمل وکړي.
د افغانستان د ډیپلوماټانو ټولنې همداراز وویل، تمه ده چې د هېواد د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو استازی تر ټاکل کېدو وروسته به له هغو بنسټونو سره چې د ولسواکۍ او د دموکراسۍ د تحقق لپاره کار کوي، د تفاهم او تعامل له لارې کار وکړي.
دغې ټولنې د یو شمېر هېوادونو له خوا د طا-لبانو د سفیر پر منلو هم نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده، چې دا د دې ډلې نړیوال پلیټ فارمونه سپینوي.
د دغو دیپلوماتانو په وینا، په افغانستان کې د طا-لبانو د نفوذ له زیاتېدو سره د هېواد وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.
په همدې حال کې د سرپرست بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دوحې په غونډه کې به ګډون ونه کړي.
د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړيو استازو دویمه غونډه به نن په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب جوړه شي.
په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک پر بنسټ د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» راپور وړاندیزونه وڅېړل شي.