اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثمهم مطالب

د پخواني حکومت لوړ پوړی پوځي قومندان په هلمند کې ووژل شو

دید خبرې آژانس: په هلمند ولايت کې سيمه ييزې سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د تېر حکومت يو لوړ پوړى پوځي افسر “ديګروال تورجان” پرون چهارشنبه له غرمې وروسته په لښکرګاه ښار کې وژل شوى دى.

وژل شوی کس “دیګروال تورجان” نومیږي او د تېر حکومت پر مهال یې د ولایت د امنیه قومندان او د خانشین ولسوالۍ د امنیه قومندان په توګه دنده ترسره کوله.

نوموړی د ناپېژاندو وسله والو له برید وروسته ټپي شوی و او روغتون ته تر لېږدولو وروسته یې ساه ورکړه.

طا-لبانو تر اوسه پوري  د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د تېر حکومت د سرتېرو د وژنې لړۍ د ابهام په فضا کې ده. تر اوسه د سرپرست حکومت چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا