اسلایدشوتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالبنړۍ

د پاکستان ځانګړي استازي د اسراييلي رژيم له خوا د فلسطينيانو وژنه «جنایت» وباله

ډید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د غزې په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې نوې پرېکړې ته په اشارې سره د اسرائیلي رژیم بریدونه یو جنایت وباله.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني نن شنبه (د دلو ۷ مه) په خپل اکونټ کې لیکلي چې د جرمونو نړیوالې محکمې د نسل وژنې کنوانسیون ته په اشارې سره څرګنده کړې چې د اسراییلي رژیم له خوا د فلسطینیانو وژنه جګړه نه ده، «جنایت» ده.

د جمعې په ورځ د هاګ محکمې د غزې پر خلکو د اسرائیلي رژیم د بریدونو د بندولو حکم وکړ او څرګنده یې کړه چې د اسرائیلي رژیم له خوا د غزې د خلکو د نسل وژنې موضوع به څېړي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې دغه پریکړه د ځینو هیوادونو لکه ایران، سعودي عربستان، ترکیې او اروپايي ټولنې له خوا تود هرکلی وشو، خو په تل ابیب کې د واکمن رژیم د سختو مخالفتونو په نتیجه کې دا پریکړه وشوه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا