اسلایدشوتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې اضطراری حالت اعلان شو

ډيډ خبري اژانس: د پاکستان د بلوچستان ایالت حکومت د انتخاباتو په آستانه کی د امنیتي ګواښونو له امله بیړنی حالت اعلان کړی دی.

د پاکستان د عامو انتخاباتو په درشل کې، د بلوچستان ایالتي حکومت د امنیتي ګواښونو په اړه د «معلوماتو ترلاسه کولو» وروسته بیړنی حالت اعلان کړ.

د دې صوبې د اطلاعاتو وزیر خان اڅکزي پرون (جمعه د ډلو ۶مه) وویل چې په کوئټه او د بلوچستان په نورو سیمو کې د ځانمرګو بریدونو احتمال شته.

اڅکزي پر خپله ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د پاکستان د استخباراتو له مخې له دوو اونیو راهیسې په کویټه کې امنیتي ګواښونه شته.

هغه زياته کړه چې د بلوچستان حکومت د ناامنۍ د مخنيوي لپاره يو قانون نافذ کړى چې له مخې يې له څلورو څخه د زياتو کسانو ټولېدل منع دي.

ښاغلي اڅکزي وویل چې د ټاکنو ټولې غونډې د پولیسو جواز ته اړتیا لري.

په پاکستان کې د ملي انتخاباتو په درشل کې په دغه هیواد کې کړکېچ زیات شوی او په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په صوبو کې د انتخاباتو په کاندیدانو د ګڼو بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا