د پاکستان له زندانونو ١٢افغانان آزاد شول
دید خبرې آژانس: د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۱۲ تنه افغان اتباع خوشي او هېواد ته راستانه شول.
په تورخم کې دطا-لبانو يوه مسٶول ددوى تر ادارې لاندې باختراژانس ته ويلي چې دغو کسانو درې ورځې دپاکستان په زندانونو کې تېرې کړې دي.
د پاکستاني پولیسو له خوا د دغو اتباعو د نیولو دلیل د «قانوني استوګنې اسناد» نه درلودل ياد شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې یو شمېر افغان کډوال د دغو هېوادونو د پولیسو له ناسم او ناوړه چلند څخه شکایت کوي.
ياده دې وي، چې پاکستان له څه باندې یوه کال راهیسې له دغه هېواده د افغان کډوالو د جبري اخراج او توقیف لړۍ روانه ده او ایران هم سږ کال دغه بهیر ته شدت ورکړی دی.
که څه هم د دغو دوو هېوادونو چارواکو د کډوالو د قانوني اوسېدو د اسنادو نشتوالی د دغه اخراج او نیول کېدو یوازینی لامل بولي. خو په هېواد کې مېشت کډوال هم د دغو دوو هېوادونو د پوليسو له خوا د شکنجې، ناوړه چلند، تاوتريخوالي او سپکاوي خبره کوي.