دید خبرې آژانس: د اسلام اباد له لوري د هند پر ځینو برخو د نننیو (شنبه) بریدونو سره د هند او پاکستان ترینګلتیاوې بې سارې کچې ته رسېدلې دي.

رویټرز راپور ورکړی چې پاکستان دغو بریدونو کې د ځینو نورو برخو تر څنګ د هند اس – ۴۰۰ دفاعي سیسټم هم لمنځه وړی دی خو د هند پوځ دغه ادعا رد کړې ده.
تر دې عملیاتو وروسته، پاکستان خپله هوایي حریم نن د ماسپښین تر ۱۲ بجو په لنډمهالې توګه تړلی دی.
د هندي تر کنټرول لاندې د کشمیر یوې اوسېدونکې، مسکان و ویل: «موږ د یوې سترې چاودنې غږ واورېد، ټول بهر را و وتو. موټر مو خراب شوي و، ټول خلک وېرېدلي وو.»
په ورته مهال د پاکستان پوځ ویلي، هند تر دې وړاندې اسلام اباد کې د یوې هوایي اډې په ګډون د دغه هېواد پر درېیو هوایي اډ بریدونه کړي دي.
د پوځ ویاند، احمد شریف چودري و ویل: «د هند بریدونو په اړه باید و وایم چې ډېری توغندي چې د پاکستان پر هوايي اډو توغول شوي وو، د پاکستاني د د دفاعي سیسټم له لوري شنډ کړای شوي. هغه کم شمېر توغندي چې لګېدلي، د لومړنيو ارزونو لمخې، د پاکستان د هوايي ځواکونو تجهیزاتو ته یې کوم زیان نه دی اړولی.»
امریکا هم د منځګړیتوب لپاره خپل چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي، چې د بهرنیو چارو وزیر یې له دواړو هېوادونو سره په اړیکه کې دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویت، ویلي: «ولسمشر غواړي ژر تر ژره دغه ناورین پایته ورسیږي. هغه ډېر وخت وړاندې تر دې چې سپینې ماڼۍ ته راشي په دې پوهېده چې دا دواړه هېوادونه له ډېر وخت راهیسې اختلافات لري. خو هغه له دواړو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې پرون مې ورسره خبرې کړې، له دواړو هېوادونو سره پرلپسې اړیکې لري څو دا نښته پایته ورسوي.»
دا په داسې حال کې ده چې مارکو روبیو له خپلو هندي او پاکستاني سیالانو محمد اسحاق ډار او جې شنکر سره په جلا جلا ټیلیفوني اړیکو کې د هند – پاکستان د روان کړکېچ او راتلونکي کې د جګړې د مخنیوي په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو لپاره د واشنګټن د همکارۍ وړاندیز کړی دی.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف بیا د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د دغه هېواد د”ملي قومندې ادارې” غونډې را بلل رد کړي دي.
تر دې وړاندې رویټرز د پاکستان د پوځ په حواله لیکلي و، چې ټاکل شوې شهباز شریف د ځمکنیو، هوایي او سمندري عملیاتو د پلانولو او د اټومي وسلو د کارولو او نه کارولو په تړاو د پرېکړې په موخه د پاکستان د “ملي قومندې ادارې” غونډه را وبولي.
بلخوا د “اوو هېوادونو ډلې” بهرنیو چارو وزیرانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هند – پاکستان د ترینګلیتاو د راکمولو لپاره د سیاسي حل ملاتړ کوي. دوی پر دواړو هېوادونو غږ کړی چې له زغم کار واخلي او شخړې پایته ورسوي.