اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د پاکستان د طا-لبانو تحریک مشر له اسلام اباد سره د خبرو د شنډولو ګواښ کړی

د پاکستان د طا-لبانو تحریک مشر ویلي، که له اسلام اباد سره د دوی خبرې ناکامې شي، پر حکومت به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د طا-لبانو تحریک مشر ویلي، که له اسلام اباد سره د دوی خبرې ناکامې شي، پر حکومت به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د طا-لبانو تحریک مشر مفتي نور ولي محسود پرون په یوه ویډیو کې ګواښ وکړ چې که د پاکستان له حکومت سره خبرې ناکامې شي نو پر پاکستاني امنیتي ځواکونو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
په ویډیو کې محسود په خبرو کې د پرمختګ د نشتوالي خبره کړې او ویلي یې دي چې تر اوسه په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
د پاکستاني طا-لبانو او اسلام اباد ترمنځ خبرې په دې وروستیو کې د افغان طا-لبانو په منځګړیتوب روانې دي.
په دې وروستیو کې شاوخوا درېیو پاکستاني استازو د سراج الدین حقاني په منځګړیتوب له پاکستاني طا-لبانو سره د خبرو لپاره کابل ته سفر کړی، خو ظاهراً په دې خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.
د پاکستان حکومت وايي د اساسي قانون خلاف د پاکستانی طا-لبانو تحریک غوښتنې به ونه مني.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د طا-لبانو د واکمنۍ نه وروسته پاکستاني طا-لبانو د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو پر خلاف خپل بریدونه زیات کړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا