اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیده

د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه ٩ افغان بندیان خوشې شول

دید خبرې آژانس: په پاکستان کې د طا-لبانو سرپرست حکومت چارواکې وایي چې د دغه هیواد د سند ایالت له زندانونو څخه ۹ افغان بندیان خوشې شوي دي.

په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ چې اوس د طا-لبانو لخوا اداره کېږي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه افغان وګړي پرون ورځ (جمعه د چنګاښ ١٥)  له خوشې کېدو وروسته له خپلو کورنیو او خپلوانو سره یو ځای شوي دي.

په کراچۍ ښار کې د طالبانو سرکونسل ویلي، چې د پاکستان له زندانونو څخه په خوشې شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه افغان وګړي د پاکستان د پولیسو له خوا د دوى د استوګنې اسنادو د وخت د ختمېدو له امله نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د «جبري ويستلو» دویم پړاو پیل کړی دی.

که څه هم، د کډوالو په وړاندې د پاکستان چلند د نړیوالو سازمانونو سختو غبرګونونه راپارولي دي؛ خو دغه هېواد له خپلې دغه تګلارې څخه نه دی په شا شوی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا