اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د پاکستان دفاع وزیر؛ له افغانستانه د امریکا له وتو سره، اوس د دغه هېواد خاوره امن سوی ده

دید خبرې آژانس: د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې، له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته په سیمه کې ترهګري ډېره کمه شوې او اوس د دغه هېواد خاوره امنه ده.

د ښاغلي اصف زیاته کړې چې، د افغانستان سرپرست حکومت باید له ترهګرۍ سره د مبارزې د ځينو کړنلارو ملاتړ وکړي.

د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت چارواکو له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ځیني حل لارې پاکستان ته ویلي او باید د دغو حل لارو ملاتړ وشي.

د پاکستان د دفاع وزیر ډان‌نیوز ته ویلي:«کله چې، امریکا له افغانستانه ووتله او کابل د طا-لبانو لاس ته ورغی، نو په سیمه کې ترهګري ډېره راکمه شوې ده. اوس هغسې نه‌ده لکه څومره چې، پخوا د امریکا د شتون پرمهال وه. اوس د افغانستان خاوره امنه ده؛ خو بهر ترهګري ده چې، کله په روسیه کې او کله زموږ او نورو هېوادونو کې راڅرګندېږي.»

خو تر دې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کړې وه چې، د ترهګرو پټن‌ځایونه په افغانستان کې دي.

خواجه محمد اصف ویلي وو:«په پاکستان کې د ترهګرۍ سرچینه افغانستان کې ده او زموږ له هڅو سره سره کابل په دغې برخه کې هېڅ پرمختګ نه‌دی کړی؛ خو د ترهګرو د پټن‌ځایونو په تړاو د معلوماتو له لرلو سره بیا هم په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې هم نورو پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي؛ خو اسلامي امارت تل د چارواکو دغه ادعاوې رد کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا