افغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټرانزیټ سوداګري کمه شوې دی

دید خبرې آژانس: افغان رسنی د پاکستاني رسنیو له قوله راپور ورکړی چې د ۲۰۲۳- ۲۰۲۴ مالي کال په لړ کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترانزیت سوداګري ۵۹ سلنه کمه شوې ده.

د جزئیاتو له مخې له پاکستان د افغانستان واردات د ترانزیت په دهلیزونو کې د قاچاق د مخنیوي لپاره د فدرالي حکومت د اقداماتو له امله د پام وړ کم شوي دي. په ۲۰۲۳-۲۴ مالي کال کې تر ۴.۲۱ ملیارد ډالرو پورې کموالی راغلی دی.

په دې موده کې د افغانستان د ترانزیت سوداګرۍاندازه ۲.۸۹ میلیارده ډالره وو، چې د تېر مالي کال (۲۰۲۲-۲۳) پرتله ۷.۹۵ میلیارده ډالر کم وو.

کمښت د نوي مالي کال تر لومړۍ میاشتې پورې دوام وکړ.

د پاکستان د سوداګرۍ فورم د مرستیال احمد جواد په وینا، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ اندازه له ۲۰۱۰ کال تر ۲۰۲۰ کال پورې له ۱.۵ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۰ کال کې یوازې ۸۷۰ میلیونو ډالرو ته راټیټ شوی ده .

که څه هم په ۲۰۲۳ کې په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې یو څه ښه والی راغی او شاوخوا ۱.۸ ملیارد ډالرو ته، چې تر ډېره له پاکستان څخه افغانستان ته د صادراتو له کبله و، ورسید.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا