اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د پاکستان استازی: په افغانستان کې تی تی پی، دا/عش او القا/عده فعاله ده

دید خبرې آژانس:په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منير اکرم د دغه سازمان امنیت شورا ناستې ته ويلي، چې په افغانستان کې ځیني ترهکرې ډلې لکه؛ د پاکستان تحریک طا-لبان، دا/عش او القا/عده ډله فعاله ده.

هغه وایي، د کړو ژمنو سره، سره افغان طالبانو د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې اړین ګامونه نه دي اخيستي.

د هغه په وینا، د پولي بلې غاړې څخه د ټي‌ټي‌پي په بریدونو کې په سلګونو امنيتي کسان او ولسي خلک وژل شوي دي.

هغه زیاته کړې، پاکستان په وار، وار افغان طا-لبانو ته ويلي چې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې پرېکنده ګامونه واخلي او د دغې ډلې غړي دې د پاکستان حکومت ته وسپاري.

هغه وایي، د پاکستان پولو ته څېرمه د ټي‌ټي‌پي خوندي مرکزونه لا هم په پخواني حال پاتې دي.

هغه ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید له طا-لبانو وغواړي چې له ټي‌ټي‌پي سره خپلې اړیکې پرې کړي.

د هغه په وینا، د طا-لبانو سیاستونه له نړۍوال اسلامي قانون سره په ټکر کې دي.

دا هغه څرګندونې دي، چې په وار، وار د افغان طا-لبانو له‌خوا ردې شوې دي.

له بل پلوه تېره ورځ د پښتونخوا پښتون سیاست‌وال او د عوامي نېشنل ګوند د خیبرپښتونخوا صوبایي مشر اېمل ولي خان ويلي و، چې ټي‌ټي‌پي يو ځلې بيا د ټول ملاکنډ سيمې د کنټرول ترلاسه کولو لپاره چمتوالی نیسي.

هغه ویلي، د ملاکنډ د نيولو لپاره د افغانستان په نورستان ولايت کې يو لوى ځواک چمتو شوى دى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا