اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د پاکستانې پوځیانو سره په نښته کې اته تنه طا-لبان وژل شوی

دید خبرې آژانس: پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې له پاکستاني پوله ساتو سره په نښته کې اته تنه طا-لبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې په وژل شویو کې د طا-لبانو دوه مهم قوماندانان خلیل او جان محمد هم شامل دي.

جیو نیوز د پاکستان د سرحدي امنیتي ځواکونو سره د تړلو سرچینو په حواله ويلي، «افغان طالبانو د وږي په ۱۷ مه سهار په پيلواسین کې پر پاکستاني پوستو د پرمختللو وسلو په کارولو ډزې وکړې.»

خو طا-لبانو تر اوسه د دې نښتې او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان او پاکستان ۱۸ ګډې پولي دروازې لري، چې تورخم او چمن یې د سوداګرۍ او خلکو لپاره د ګڼې ګوڼې ځایونه دي.

دغه لارې د افغانستان له جنوبي ولایت کندهار سره د بلوچستان ایالت نښلوي.

په ٢٠١٧زيږديز کال کې، پاکستان له افغانستان سره په خپله پوله کې د اغزن سیم په جوړولو پیل وکړ ترڅو د پولې هاخوا د وسلوالو مخالفينو د تګ مخه ونیسي، چې دغه اقدام د کابل لخوا غندل شوى و.

د پاکستان د جیو نیوز د راپور پر بنسټ، په خپلو پولو کې دننه د ترهګریزو فعالیتونو د زیاتوالي سربېره، پاکستان په وروستیو میاشتو کې د ګاونډي هېواد لخوا د امنیتي ځواکونو په نښه کولو کې د پولې هاخوا بریدونو کې د پام وړ زیاتوالي شاهد دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا