اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبورزش او ځوانان

د پاریس په المپیک کې؛ د محمد صمیم فیض زاد د ډوپینګ ازموینه مثبته شوه

دید خبرې آژانس: د فرانس پريس خبري اژانس د راپور له مخې د پاریس المپیک سیالیو ته له افغانستان د استول شوي یوازیني افغان لوبغاړي محمد صمیم فیض زاد د ډوپینګ ازموینه مثبته اعلان شوه.

فیض زاد د تیرې سې شنبې په ورځ له خپل اتريشي سیال تخنیکي ضربه وخوړه او د جمعې په ورځ یې د ډوپینګ ازموینې پایله مثبته اعلان شوه.

فیض زاد په ۸۱ کیلو ګرام منفي وزن کې ۱۱ پر صفر له خپل اتريشي سيال ماتې وخوړه او پرون جمعه معلومه شوه، چې هغه منعه شوي درمل استعمال کړي وو.

ډوپينګ يا منع درمل، چې له سږو نه د بدن عضلو ته زيات اکسېجن رسوي، مقاومت زياتوي او له مخي يې لوبغاړی چټګ او دوامداره فعاليت کوي.

ډوبينګ تر سره کول د المپيک په اصولو کې منعه اعلان شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا