اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبورزش او ځوانان

د پاریس المپیک پیل او د افغان لوبغاړو ګډون

دید خبرې آژانس: د افغانستان د لوبغاړو کاروان د مسلکي کدرونو سره یو ځای د پاریس د ۲۰۲۴ کال د المپیک په جشن کې برخه لري.

د دغه المپیک پیل غونډه د سن سیند پر غاړه په نوې بڼه پیل شوه.

شپږ تنه لوبغاړي په شپږو بېلابېلو برخو کې د پاریس په المپیک کې د افغانستان استازیتوب کوي.

په لامبو وهلو کې فهیم انوري، په منډه وهلو یا ( د مېرمنو په اتلتیک)کې کیمیا یوسفي، په جودو کې محمد صمیم فیض‌زاد، په بایسکل ځغلولو کې فریبا هاشمي، د نارینه‌و په منډه وهلو یا (اتلتیک) کې شاه محمود نورزی او په بایسکل ځغلولو کې یولدوز هاشمي هغه افغان لوبغاړي دي، چې د پاریس په المپیک کې برخه لري.

دا رنګه پنځه تنه نور افغان لوبغاړي د المپیک کمېټې د کډوالو په ډله کې برخه لري، چې په ټوله کې د افغان لوبغاړو شمېر یوولسو تنو ته رسېږي.

دغه لوبغاړي د لامبو وهلو، منډو، بدمینتون، سوک وهنې، بېړۍ چلولو، بایسکل ځغلونې، جودو، اکروباټیک نڅا، تېکواندو، وزن پورته کولو او غېږ نیونې په سیالیو کې برخه اخلي.

د المپیک د نړۍوالې کمېټې په وینا معصومه علي‌زاده د افغان کډوالو د ډلې مشري په غاړه لري.

د افغان کډوالو لوبغاړو په ډله کې IOC:

د جودو په څانګه کې نگاره راحله شاهین، (له کاناډا څخه)

د بایسکل ځغلولو په څانګه کې امیر انصاري، (له سویډنه)

د اکرو باټیک نڅا په څانګه کې منیژه تلاش، ( اسپانیا)

د ټیکواندو په څانګه کې فرزاد منصوري، (له بریټانیا)

د جودو په څانګه کې صبغت الله عرب، (له جرمني څخه )

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا