اسلایدشوامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

د ټي ټي پي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته/ ١٠ تنه وژل شوي

دید خبرې آژانس: په جنوبي وزیرستان کې په وسله واله نښته کې د څلورو پاکستاني پوځیانو په ګډون لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي، په دې نښتو کې د پاکستاني طا-لبانو یو شپږ غړي هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه نښتې په جنوبي وزیرستان کې د «پاکولو» عملیاتو په ترڅ کې شوې دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې نښته د پاکستاني طا-لبانو او دغه هېواد امنیتي ځواکونو ترمنځ شوې ده.

رسنیو د څلورو پاکستاني امنیتي ځواکونو نومونه د نثار حسین، راشيد ګل، عرفان الله خان او عثمان رفاقت ياد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې په دې وروستیو کلونو کې بریدونو، چاودنو او وژنو زیاتوالى موندلى دى.

پاکستاني چارواکي ورته ډېرو پېښو پړه پر تحریک طا-لبان پاکستان اچوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا