د ټلویزیون نړۍواله ورځ؛ کابل کې لومړني نشرات او د خصوصي رسنیو اوسنی رول
په افغانستان کې د ټلویزیون نشرات په ۱۳۵۷ لمریز کال کې پیل شول او له هغه وخته تر اوسه ټلویزیون د هېوادوالو د بوختولو او اطلاع رسونې په برخو کې مهم نقش لوبوي.
د ملي ټلویزیون له نشراتو ۲۳ کاله وروسته، په هېواد کې د رسنیو وده پیل شوه او له هغې وروسته یو په بل پسې په هېواد کې د خصوصي ټلویزیونونو شمېر زیات شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی ارشد سلاکار، فقیر میوند، وايي: “یاد مو دي هغه پخواني کلونه چې په پل باغ عمومي یا زرنګار پارک، شهر نو، کارته نو یا آمنه فدوي لېسې کې د جاپاني شارپ رنګه ټلویزیون ایښودل کېده؟ هر ماښام له شپږو بجو وروسته د ټلویزیون خپرونې پیلېدې او زموږ ملګري او عزیزان، په ځانګړي ډول ځوان نسل، ډلې ډلې راتلل او تلویزیون به یې کوت. ځینو به په خندا ویل چې موږ غواړو د ټلویزیون کارکوونکي ووینو، ځکه چې ټلویزیون یو نوی کلتور او نوې پدیده وه.”
اروپايي ټولنه د هېواد په پرمختګ کې د خپلواکو رسنیو رول مهم ګي او په هېواد کې د خپلواکو رسنیو له ملاتړه ډاډ ورکوي.
دغه ټولنه وايي: (د هېواد د پرمختګ لپاره مسوولې او خپلواکې رسنۍ ډیرې مهمې دي. د ټلویزیون په نړۍواله ورځ، اروپايي ټولنه یو ځل بیا ټینګار کوي چې ټلویزیون د زده کړو او ودې لپاره د سترې غږیزې او تصویري رسني په توګه مهم دی. اروپايي ټولنه په افغانستان کې له خپلواکو رسنیو ملاتړ کوي.)
ورته مهال د ټلویزیونونو یو شمېر خبریالان د ټولیزو رسنیو د قانون د جوړېدو او معلوماتو ته پر وخت د لاسرسي غوښتنه کوي.
خبریال، شا اغا سادات په دې اړه وايي: د نومبر ۲۱مه داسې مهال نمانځل کیږي چې لامل د رسنیو قانون نشتون او اطلاعاتو ته لاسرسی هغه ستونزې دي چې خبریالان یې له جدي ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي. له اسلامي امارته غوښتنه کوو چې د ټلویزیونونو ملاتړ وکړي او دغه شته ستونزې په بشپړ ډول حل کړي.
یو بل خبریال، صفي الله منطق هم وايي: ټلویزیون په ټوله کې د ولسونو او حکومت ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د یوه پل حیثیت لري. همدې ته په پام سره اسلامي امارت ته پکار ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې لاس خلاصې او پیاوړې همغږي وکړي.
ملګرو ملتونو د ۱۹۹۶ زیږدیز کال د نوامبر په ۱۷ نېټه د شخړو، سولې، امنیت، پوهاوي او مهمو اقتصادي پیښو په پوښښ کې د تلویزیون اغیزو په اړه د نوامبر ۲۱ د ټلویزیون د نړیوالې ورځې په توګه غوره کړه.