د ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ ورځې فرمانونه
دید خبرې آژانس: د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ په کانګرس کې تر لوړې وروسته یو لړ فرمانونه لاسلیک کړل چې د کډوالۍ، روغتیا نړۍوال سازمان او د پاریس د اقلیم تړون په اړه لاسلیک کړي فرمانونه یې مهم وو.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا نوي ولسمشر، ډانلډ ټرمپ هغه فرمان لاسلیک کړ چې لمخې به یې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د روغتیا له نړۍوال سازمان و وځي.
راپور زیاته کړې چې ټرمپ له دغه سازمان سره خپلې اړیکې او مرستې ځکه پرې کوي چې د هغه په وینا د کرونا د وبا پر مهال یې ناغیړي کړې او په نورو نړۍوالو ناورینونو کې هم مناسب فعالیت نه کوي.
د راپورونو پر لمخې، ډانلډ ټرمپ هغه فرمان هم لاسلیک کړی چې پر بنسټ به یې د پاریس له اقلیمي تړون و وځي چې دغه اقدام د یو شمېر اروپايي چارواکو اندېښنې را پارولې دي.
د دې ترڅنګ، د امریکا نوي ولسمشر، ډانلډ ټرمپ د دغو فرامونونو د اعلان په لړ کې د ناقانونه کډوالو د مخنیوي په موخه له مکسیکو سره پر ګډه پوله بېړنی وضعیت اعلان کړ او په پام کې ده چې هلته اضافي امنیتي تدابیر هم ونیسي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ټرمپ هغه ډلې چې له مکسیکو پولې ور اوړي او جنايي پېښې ترسره کوي، د ترهګریزو ډلو په نوم ونومول.
ښاغلي ټرمپ، د کډوالو هغو ماشومانو ته د تابعیت ورکولو طرحه هم نږدې څلور میاشتې وځنډوله چې، په امریکا کې زیږېدلي څو د پلرونو او مېندو قضیه یې معلومه شي.
ټرمپ هغه ۱۵ سوه کسان هم وبښل چې د ده په پلوۍ یې د مخکېني ولسمشر، جو بایډن د لوړې مراسمو پر مهال پر کانګرس برید کړی و.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا نوي ولسمشر، ډانلډ ټرمپ د یوه فرمان لمخې، د ټېسلا مشر او خپل کمپایني ملګری، اېلن ماسک د یوې مشورتي ډلې رییس ټاکلی دی.
راپور زیاته کړې چې دغه بنسټ د دولت موثریت په نوم یادیږي او د حکومت د پراخو لګښتونو د راکمولو طرحې به عملي کوي.
تر دې وړاندې د دغې ډلې مشر، د ولسمشرۍ نوماند وېوېک راماسوامي و چې اوس غواړي د اوهایو ایالت والي شي.
تر دې مخکې یو شمېر امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې په پام کې ده چې د امریکا نوی ولسمشر، ډانلډ ټرمپ به نږدې ۱۰۰ فرمانونه لاسلیک کړي.