اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو غړو او د دارالانشاء ګانو د رئیسانو د انتخاب په اړه اعلامیه

د ټاکنو تقنیني فرمان دیارلسمې مادې (۲) فقرې د حکم له مخې، د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي او د دارالانشاء ګانو رئیسان د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو په رایو ګومارل کېږي چې د یادې مادې متن د نصاب په اړه د ټولو غړو د ګډون مفهوم افاده کوي

د ټاکنو تقنیني فرمان دیارلسمې مادې (۲) فقرې د حکم له مخې، د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي او د دارالانشاء ګانو رئیسان د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو په رایو ګومارل کېږي چې د یادې مادې متن د نصاب په اړه د ټولو غړو د ګډون مفهوم افاده کوي. د قانون حکم دا دی چې ولسمشریزې ټاکنې به د بشپړ باور او عادلانه سیالۍ د اصل له مخې ترسره کېږي، نو؛ د نوماندانو دا ډول اختیار د دوی مسؤلیت درندوي؛ ځکه، د دې پروسې په عملي کولو سره باید داسې کسان کمېسیونونو ته لار ومومي چې نه یوازې د دې دروند مسؤلیت د اخېستو وړتیا ولري، خپلې دندې ته پوره ژمنتیا هم ولري. همدا راز د نوماندانو له لوري د داسې یوه طرزالعمل د تصویب ضرورت احساسېږي چې د رای ورکونې میکانیزم او مرجع پکې تعریف شوی وي. نن مو خبر تر لاسه کړ چې دا طرزالعمل د جمهوري ریاست د لوري تسوید شوی او په پام کې ده سبا د شرایطو لرونکو کسانو ته په ولسمشریزه ماڼۍ کې رایې ورکړل شي. د یوه لوري زمونږ نظر په طرزالعمل کې چا نه دی اخېستی د بل پلوه د څو ورځو پرله پسې هڅو نه وروسته لا نه یو بریالي شوي چې په لېست کې د راغلو کسانو نوملړ او د هغوی بیوګرافۍ تر لاسه کړو. په داسې حالت کې به عجولانه تصمیم نیول شوی وي او هغه کسان به کمېسیونونو ته لار ومومي چې د دې نهادونه ناروغ اعتبار رغولای ونه شي او راتلونکې ټاکنې به په شفاف او عادلانه توګه ترسره نه کړي. بناءً؛ مونږ داسې یو ستر تاریخي مسؤلیت اخېستو ته حاضر نه یو.
له دې امله د ۱۳۹۸ ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د ګډو همکاریو شورا د جمهوري ریاست څخه هیله کوي چې په لېست کې د راغلو کسانو د پېژندنې په موخه دې تر راروانې جمعې مونږ ته فرصت راکړي.
که دا غوښتنه نه منل کېږي، هر ډول اجراات به غیر مشروع او زمونږ له لوري به مردود وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا