د ټاپي پروژې پرمختګ؛ ۸ کیلومټره نللیکه غځېدلې ده
دید خبرې آژانس: د ا.ا د کانونو او پترولیم وزارت مسوولین وايي، د اقلیمي شرایطو په برابرېدو سره به د دغې پروژې چارې لا ګړندۍ شي.

د ټاپي د ګازو د نللیکې پروژه، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، په افغانستان کې اته کیلومټره پرمختګ لرلی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلی، اوسمهال د دې پروژې کار په هرات کې روان دی او د هوا په ښه کېدو سره به یې چارې چټکې شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان په دې اړه ویلي: تر اوسه د ټاپي نللیکې پروژې د مسیر شاوخوا ۱۷.۴ کیلومټره سروې بشپړه شوې ده. همداراز، ۱۰.۲ کیلومټره نللیکه سیمې ته غځېدلې، ۹.۲ کیلومټره ځمکه د غځولو لپاره هواره شوې او اته کیلومټره نل لیکه نصب شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، اوسمهال په افغانستان کې د دغې پروژې د پلي کېدو پر وړاندې هیڅ خنډ نشته او په دې پروژه کې ښکېل هېوادونه ژمن دي چې دا پروژه پر ټاکلي وخت کې بشپړه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ټاپي پروژه یوه واحده پروژه نه ده، بلکې څو نورو پروژې لکه د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا لیږد پروژه چې د ترکمنستان بریښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لیږدوي او د نوري فایبرکېبل او ریل پټلۍ هم د ګازو د دې نللیکې په اوږدو کې غځول کیږي.