اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

د ټاپي پروژې پرانیستل/ سبا په هرات کې رخصتي ده

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټاپي پروژې د «پرانیستې» لپاره سبا چهارشنبه د وږي ۲۱مه یوازې په هرات کې رخصتي اعلان کړه.

طا-لبان وايي، په دغو مراسمو کې به د ترکمنستان او طالبانو لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

د طا-لبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن سې شنبه د (وږي ۲۰مه) په ایکس پاڼه د دغې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په حواله لیکلي چې سبا د چهارشنبې ورځ به د ټاپي پروژې د «پرانیستې» لپاره یوازې په هرات کې رخصتي وي.

د ټاپي پروژه په ۱۳۹۴ کال کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ګډون د ترکمنستان، پاکستان او هند د ولسمشرانو او لومړیو وزیران له لوري په ګډه پرانیستل شوه.

خو دغه پروژه له هغه وروسته په افغانستان کې د نا امنۍ او د ۱۴۰۰ کال د جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته یې چارې په ټپه ودرېدې.

د طا-لبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۳ کال د وږي میاشتې په پیل کې د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته په سفر تللی و.

له نوموړي سره په هغه سفر کې د طا-لبانو د بهرنیو چارو، ماليې، او ټولګټو چارو وزارتونو او د برېښنا شرکت استازی هم مل وو.

طا-لبانو ویلي وو، په دغه سفر کې له ترکمنستاني چارواکو سره په عشق ابا کې د ټاپي، ټاپ او ریل پټلۍ پروژو او د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا او د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په تړاو خبرې کوي.

تر هغه یوه ورځ وړاندې د وږي په شپږمه د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم د ترکمنستان او افغانستان تر منځ پر پوله له ترکمنستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې وې.

دغه نل‌لیکه په ترکمنستان کې له ۱۴۷ کیلومتره غځېدو وروسته د افغانستان خاورې ته ننوځي او له هرات، فراه، کندهار او هلمند ولایتونو تېرېږي او پاکستان ته ننوځي چې له هغې لارې هندوستان ته غځيږي.

د ټاپي نل‌لیکه ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د افغانستان له لارې به له ترکمنستان څخه پاکستان او بیا هند ته ۳۳ میلیارډه متره مکعبه ګاز ولېږدول شي.

له دغه ګازو څخه پنځه میلیارډه متره مکعبه به یې په افغانستان کې وکارول شي. چې د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې ټول لګښت لس میلیارډه ډالره اټکل شوی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا