اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګ

د ټاپي نللیکې پروژې چارې ۱۰ کیلومټره پر مخ تللې دي

دید خبرې آژانس: د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې چارې ۱۰ کیلومتره پر مخ تللې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان، په خپله ټولنیزه «اکس» پاڼه لیکلي دي: “د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې چارې لس کیلومټره مخ ته تللي او د هوا په ګرمېدو سره به د یادې پروژې چارې نورې هم ګړندۍ شي.”

په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي چارې شاوخوا اووه میاشتې وړاندې د افغانستان او ترکمنستان د لوړپوړو چارواکو له لوري پیل شوې.

د ټاپي پایپ‎لاین څه باندې ۱۸۰۰کیلومتره اوږدوالی لري، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته ګاز لېږدول کېږي.

د دغې پروژې ټول لګښت ۲۲ میلیارده ۵۰۰ میلیونه ډالره ښودل شوی او افغانستان به د دې پروژې له لارې هر کال شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالره د ټرانزیټ حق ترلاسه کړي.

هېره دې نه وي، چې د ټاپي ګازو پایپ‎لاین له لارې هر کال ۳۳ میلیارده مترمکعب ګاز لېږدول کېږي، چې ۵ میلیارده مترمکعب به یې په افغانستان او ۱۴/۱۴ میلیارده مترمکعب به یې په پاکستان او هند کې مصرف شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button