دید خبرې آژانس: د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت د ټولو اړوندو امارتي تحصیلي بنسټونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځيو لپاره مجهز او په عصري وسایلو سمبال لابراتوارونو فعالولو په موخه، د لومړي ځل لپاره د ٢٧٠ میلیونو افغانیو په ارزښت د لابراتواري وسایلو د پېرلو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه یو بې ساری اقدام بللی او ویلي یې دي، چې په دغه لابراتواري وسایلو کې لوی او کوچني ماشینونه او د تجروبو لپاره کیمیاوي توکي شامل دي، چې ډېر ژر به تحصیلي بنسټونو ته د استفادې په پار ولېږل شي، چې ورسره به په هر امارتي پوهنتون کې د محصلینو د عملي زده کړو لپاره مجهز لابراتوارونه فعال شي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د لوړو زده کړو وزارت په همدې موخه څه موده وړاندې د ټولو امارتي تحصیلي بنسټونو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځيو د لابراتوارونو جوړېدو او تجهیز په موخه، د وزارت په مرکز کې د اړتياوو مشخص کېدو لپاره اووه ورځنۍ ناسته کړې وه، څو د یادو پوهنځيو د اړتیا وړ لابراتواري مواد په دقیق ډول معلوم او لابراتوارونه فعال کړي.
د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د تحصیلي بنسټونو د لابراتوارونو تجهیز ته ځانګړې پاملرنه کړې او د محصلینو عملي چارو لپاره یې د اړتیا سره سم اسانتیاوې برابرې کړې دي.