اسلایدشوافغانستانحکومتخبردرملروغتیا

د يو ميليون ډالرو په لګښت؛ په اندراګاندي روغتون کې نوې څانګې پرانيستل شوې

دید خبرې آژانس: د اسلامی امارت د عامې روغتیا د وزير مولوي نور جلال جلالي له لوري، نن د کابل د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د طبي اکسيجن د توليد، جنراټور او د برانکوسکوپي ماشينونه پرانیستل شول.

پر يادې پروژې شاوخوا يو ميليون ۶۵ زره ډالر لګښت راغلی چې د اروپا اتحاديې په مالي ملاتړ د روغتيا نړيوال سازمان له لوري پلې شوې ده.

د عامې روغتیا وزیر د یادو څانګو په پرانیست غونډه کې، له اروپايي ټولنې او نړیوال روغتیايي سازمان څخه د یادو څانګو د جوړولو په خاطر قدرداني وکړه او ویې ویل چې په اندراګاندي روغتون کې چې د هېواد په کچه د ماشومانو د درملنې په برخه کې یو مهم او مشهور روغتون دی؛ د یادو څانګو فعالول به د ناروغانو د درملنې پر کیفیت مثبت اغېز ولري.

مولوي نور جلال جلالي زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت ژمن دی د هېواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې ابتدايي، ثانوي او ثالثي روغتیايي خدمتونه په متوازن ډول پراختیا ومومي او دغه وزارت د کمیت ترڅنګ، پر کیفیت هم خاص تمرکز لري.

د هغه په وینا، په تېرو دوو لسیزو کې د نړیوالو له لوري په میلیونه ډالر د افغانستان د روغتیا په سکټور کې لګول شوي دي؛ خو هغه اساسي کارونه چې د ټولنې د خلکو روغتیايي ستونزې حل کړي؛ نه دي ترسره شوي، خو اوس د عامې روغتیا وزارت غواړي په کمو امکانانو او قوي ارادې سره یو شمېر هغه اساسي کارونه چې د هېواد د راتلونکو نسلونو سالمه روغتیا تضمینوي؛ ترسره کړي.

د عامې روغتیا وزیر څرګنده کړه چې دغه وزارت هوډ لري په تدریجي ډول د عامې روغتیا برخې ډېر مسئولیتونه په خپله واخلي، څو افغانستان په خپلو شته امکانانو سره پر ځان بسیا روغتیايي سیسټم ولري.

همدا رنګه، د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د یادې پروژې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د اکسیجن ماشین په ۲۴ ساعتو کې د ۱۵۰ بالونونو د ډکولو وړتیا لري او همدا رنګه کولی شي تر ۲۰۰ ناروغانو ته په مستقیم ډول اکسیجن ورکړي.

هغه د برانکوسکوپي ماشینونو په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل: که چېرې د ماشومانو په تنفسي مجرا کې کوم اجنبي جسم نښتي وي؛ نو د دغه ماشين پر مټ ایستل کېږي.

د هغه په وینا، د دغو ماشینونو په فعالېدو سره به نور دې ته اړتیا نه وي چې هېوادوال د دغه شان ستونزو د حل لپاره له هېواده بهر ته لاړ شي.

په افغانستان کې د نړیوال روغتیايي سازمان رئیس ډاکټر ایډوین سلوادور، هم د جنراټور د اړتیا او د ماشومانو د درملنې په برخه کې د یادو ماشینونو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې یاده پروژه د اروپا اتحادیې په مالي لګښت او د نړیوال روغتيايي سازمان له لوري په اندراګاندي روغتون کې پلې شوې ده.

هغه ژمنه وکړه چې نړیوال روغتيايي سازمان به د افغانستان له روغتیايي برخې سره په تخنیکي، د کارکوونکو ظرفیت لوړولو او نورو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

هېره دې نه وي چې د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د «تلیسمیا» ناروغۍ د درملنې مرکز او د سمبال تشخیصیه مرکز د جوړولو او دغه راز د عصري «سیټي سکن» ماشین د فعالولو لپاره د عامې روغتیا وزارت هڅې روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button