اسلایدشومهم مطالبنړۍ

د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکی له بنده آزاد شو

دید خبرې آژانس: ټاکل شوې چې د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکی جولیان اسانژ د چهارشنبې په ورځ د امریکا د جاسوسۍ له قانون څخه د سرغړونې په جرم اعتراف وکړي.

رویټرز راپور ورکړی چې د هغه اعتراف به د یوې هوکړې برخه وي چې په انګلستان کې د هغه بند پای ته رسوي او ښاغلي اسانژ ته اجازه ورکوي چې استرالیا ته ستون شي.

پر اېکس د ویکي لیکس لخوا خپره شوې ویډیو ښيي چې جولیان اسانژ په نیلي کمیس او جینس کې په کرایه شوي شخصي جیټ کې سپرېدو  وړاندې یو سند لاسلیک کوي.

د راپور له مخې، ۵۲ کلن اسانژ هوکړه کړې چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت څخه د «پټو اسنادو» ترلاسه کولو او افشا کولو لپاره د سازش کولو په تور بخپل «جرم» اعتراف وکړي.

ياد خبري اژانس لیکلي: «دا تړون یوه اوږد قانوني مصيبت پای ته رسوي چې په ترڅ کې اسانژ کلونه د برتانیا د سخت امنیت زندان او په لندن کې د اکوادور په سفارت کې تېر کړ. په سویډن کې د جنسي تورنو او متحده ایالاتو ته دسپارلو په وړاندې مبارزه؛ چیرته چې هغه د ۱۸ جنایي تورونو سره مخ شو.»

آسانژ چې د متحده ایالاتو د حکومت لخوا د محرمو معلوماتو د افشاء کولو کولو له امله د یو شرير په توګه پیژندل شوی، د مخالفو اعمالو او جنګي جنايتونو د افشا کولو لپاره د آزاد مطبوعاتو مدافعینو لخوا د «اتل» په توګه ستایل شوی دى.

ویکي لیکس په یوه بیانيه کې چې پر اېکس ټولنيزه شبکه کې خپره شوې ویلي چې ښاغلي آسانژ د دوشنبې په ورځ د انګلستان د بیلمارش له زندان څخه ووت او په هغه ماسپښین د بریتانیا عالي محکمې لخوا په ضمانت خوشې شو او په الوتکه کې سپور شو.

په دې بيانيه کې ویل شوي، «دا د یو نړیوال کمپاین پایله ده چې په کې ولسي تنظیم کونکو، د مطبوعاتو د ازادۍ فعالان، قانون جوړونکي او مشران د سیاسي ډګر څخه تر ملګرو ملتونو پورې په برکې نيسي»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا