اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهګزارش

د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۰۰ زره ټنه انتقالات شوي دي

دید خبرې آژانس: د ټولګټو وزارت شمیرې ښيي، چې د روان هجري لمریز کال په وږي میاشت کې د وسپنې پټلۍ له لارې له ۳۰۰ زرو ټنو زیات انتقالات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې وارداتي توکي نفتي او غیر نفتي توکي او صادراتي توکي د وچو میوو او انارو جوس جوړوي.

ښاغلی محمد اشرف حق شناس وايي: «د روان کال په وږي میاشت کې څه باندې ۳۱۷ زره مټریک ټنه انتقالات شوي، چې څه باندې ۲۵۰ زره ټنه یې له حیرتان بندر له لارې او پاتې نور یې له نورو بندرونو شوي چې تیل، مایع ګاز، غنم، اوړه، غوړي، نور خوراکي توکي او په ودانۍ کې کارېدونکي توکي پکې شامل دي.»

په وږي میاشت کې د وسپنې پټلۍ له لارې ترسره شوي انتقالات:

د حیرتان وسپنې پټلۍ له لارې : ۲۵۰،۳۵۷ ټنه

د اقینې وسپنې پټلۍ له لارې : ۲۶،۷۰ ټنه

د تورغنډۍ وسپنې پټلۍ له لارې : ۴۰،۶۱۸ ټنه

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د وسپنې پټلۍ له لارې د توکو لېږد رالېږد، د لګښتونو د کمولو لپاره اغېزناک ګڼي او وایي، چې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د زیاتېدو لپاره اړتیا ده، چې په هېواد کې د وسپنې پټلیو د جوړونې او رغونې په برخه کې نورې پانګونې وشي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خانجان الکوزی په دې اړه وايي: «د وسپنې پټلۍ له لارې انتقالات یوازې د صادراتو او وارداتو لپاره نه بلکې د کورنیو انتقالاتو لپاره هم ارزښت لري.»

د ټولګټو وزارت د معلوماتو لمخې، افغانستان اوسمهال ۲۶۰ کیلومتره فعاله وسپنې پټلۍ لري، چې افغانستان د ازبېکستان، ترکمنستان او ایران له لارې له نورو هېوادونو سره نښلوي او هره ورځ له دغو لارو د سیمې هېوادونو ته د توکو لېږد رالېږد ترسره کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا