افغانستانروستي خبرونهسیاست

رحمت الله نبیل:

 د وروستۍ هوکړې ټول امتیازات یو اړخېز او د پاکستان په ګټه دي


د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخوانی ريیس رحمت الله نبیل وایي، پر پوله د ګډو عملیاتو جزیات دې له ولس سره شریک شي. رحمت الله نبیل پر خپل ټویټر لیکلي، داسې ښکاري، چې افغان حکومت یو ځل بیا له پاکستان سره پټ تړون لاسلیک کړی دی.

دده په باور ښايي ددغه هوکړې ټول امتیازات یو اړخیز او د پاکستان په ګټه وي. هغه ټینګار کړی، چې حکومت دې له خلکو خپلې هوکړې نه پټوي او ټول جزیات یې دې له ولس سره شریک کړي. ارګ ویلي، چې د امریکا تر نظارت لاندې به پر پوله له پاکستان سره د ترهګرو پر ضد ګډ عملیات کوي.

نبیل وايي، چې دغه کار د افغانستان په زیان دی او د پاکستان په ګټه تمامېږي. تر دې وړاندې نورو شنونکو او د نظر خاوندانو هم ویلي، چې پاکستان به په دې توګه د ډيورنډ شاوخوا سیمې امنې کړې او پر ډیورنډ فرضي کرښه به د رسمي مرز په څېر اقدامات پیل کړي، چې هغه مهال به یې افغان حکومت د اوس په څېر پر وړاندې پټه خوله وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا