افغانستانروستي خبرونهسیاست

د وروستیو تروریستی حملات عاملین، پیدا او مجازات وشوه

جمهوررئیس غنی د هیواد امنیتي او دفاعي ارګانونو ته د ملکي وګړو او په ځانګړي ډول د هیواد د سیاسي، مدني او ټولنیزو فعالانو چې په دې وروستیو کې د تروریستي بریدونو موخه ګرځېدلي دي، د لا ښه امنیت د تامین جدي لارښوونه وکړه.


د ارگ د اعلامیی پر بنست، د هیواد جمهوررئیس محمد اشرف غنی اړوندو ارګانونو ته دستور ورکړ چې پر مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ د برید په ګډون دې د ټولو وروستیو تروریستي بریدونو عاملین پیدا او د خپلو ناوړه اعمالو په سزا ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو اونیو کې پر خبریالانو، مدني، سیاسي او نورو ټولنیزو فعالانو د ناڅرګنده وسله والو او ماینونو بریدونه زیات شوي دي.
وروستۍ مدني فعاله فرشته کوهستاني وه، چې دوه ورځې وړاندې په کاپیسا ولایت کې ناڅرګنده وسله والو له خپل ورور سره یو ځای ووژله.
له دې وړاندې د افغانستان د ازادو او عادلانو ټاکنو یا فیفا مشر یوسف رشید په کابل کې نا څرګنده وسله والو له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای وواژه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا