اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

د هېواد ۲۶ ولایتونه له نوري فایبر سره نښلیدل

دید خبرې آژانس: د سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې د هېواد ۲۶ ولایتونه له نوري فایبر سره نښلول شوي دي.

عنایت الله الکوزي، د سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، دمګړۍ د هېواد ۷ برخې د ګاونډیو هېوادونو له لارې له نوري فایبر سره وصل دي او په خبره یې، ځینې نور هېوادونه هم دغه برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري.

هغه وویل: « تر دې مهال د هېواد ۲۶ولایتونه له نوري فایبر سره نښلول شوي دي او موږ تېره ورځ فراه ولایت هم دغې شبکې سره ونښلوه. د افغانستان خلک کولای شي له دغو خدماتو ګټه واخلي.»

عنایت الله الکوزی دغه راز زیاتوي چې دوی هڅه کوي دا خدمتونه پاتې ولسوالیو او ولایتونو ته هم پراخ کړي.

هغه په دې اړه زیاته کړه: « موږ د منځنۍ او سویلي اسیا هېوادونو ګډون په اوو برخو کې له نوري فایبر سره وصل یو.»

یو شمېر هېوادوال او د اقتصادي چارو شنونکي د هېواد لرو پرتو سیمو ته د انټرنیټي خدمتونو پراخول مهم بولي او له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارته غواړي چې د انټرنیټ د بیې د راټیټولو او د کیفیت د لوړولو لپاره دې لا ډېر کار وکړي.

د هېواد د يو شمېر ولسواليو او لرو پرتو سيمو اوسېدونکي وخت پر وخت مخابراتي او انټرنيټي خدمتونو ته له نه لاسرسي سرټکوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا