اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه
د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د واورې ورښت او سیلابونو احتمال
د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو د ورېدو احتمال څرګند کړی دی.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست د شنبې په ورځ (د کب په پنځمه) يوه خبرپاڼه خپره کړه او ليکلي يې دي، چې دا امکان سبا او بله ورځ (د کب په شپږمه او اوومه) په کابل، پروان، هرات، فراه، نيمروز کې وي. هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، دايکنډي، غور، باميان، ميدان وردګ، بادغيس، فارياب، جوزجان، سرپل، غزني، پکتيکا، خوست، پکتيا، لوګر، بغلان او سمنګان.
په مختلفو ځایونو کې د باران اندازه له ۱۰ څخه تر ۴۰ ملي مترو پورې ویل کیږي.
خو دغه رياست زياته کړه، چې په بېلابېلو ځايونو کې د واورې اندازه له ١٠ تر ٤٠ سانتي مترو پورې ده.