اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

د هېواد په کچه یوویشت پروژې د لرغونو ځایونه د بیارغونې لپاړه پلې کیږي

دید خبرې آژانس: د سرپرست حکومت اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د هېواد د لرغونو سیمو د بیارغونې لپاره ۲۱ پروژې پلې کیږي.

حبیب غفران، د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند وايي چې، په یوولسو پروژو کار پیل شوی، خو د لسو نورو پروژو لپاره بودیجه تر اوسه پوړې نه ده ځانګړه شوې.

غفران په دې اړه و ویل: «دوه پروژې په کندهار او نهه پروژې په هرات کې دي چې په دې وروستیو کې زلزلو ویجاړې کړې دي او یا د ویجاړۍ له ګواښ سره مخ دي، بیارغونه یې دوام لري او پر لسو نورو پروژو هم خبرې روانې دي چې له لازمو مالي امکاناتو وروسته به پرې کار پیل شي.»

له دې سره هم مهاله، يو شمېر لرغونپوهان او فرهنګپال د هېواد د لرغونو ځایونو بيارغونه د هېواد د لرغونو سيمو د ساتنې په برخه کې يو ارزښتناک ګام بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د طا-لبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغونو ابدو د ساتنې رياست تېر کال په ټول هېواد کې د څه باندې ٣٠ لرغونو ځایونو د بیارغاونې خبر ورکړی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا