Uncategorizedاسلایدشوافغانستانسیاسي

د هېواد وتلی ژورنالیست عبدالحمید مبارز ومړ

دید خبری آژانس: وتلی خبریال او د جمهوريت دوره کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیال عبدالحمید مبارز په کابل کې ومړ.

د دغې خبریالې لور نیلاب مبارز د یکشنبې په ورځ (د حمل ۱۹مه) په خپله فیسبوک پاڼه کې د ښاغلي مبارز مړینه تایید کړه.

مېرمن مبارز لیکلي، چې ټاکل شوې د عبدالحمید مبارز مړی نن د کابل په «قول آبچکان» سیمه کې خاورو ته وسپارل شي.

ښاغلی مبارز په افغانستان کې د ژورنالیزم یو له مخکښانو څخه دی. هغه له څو کلونو راهیسې د انیس دولتي ورځپاڼې د مرستیال، د باختر آژانس د مشر او د افغانستان د خبریالانو د ملي اتحادیې د مشر په توګه کار کړی دی.

نوموړی یو وخت د تېر حکومت د سولې د عالي شورا غړی و.

عبدالحمید مبارز په وروستیو کلونو کې له ورپېښې ناروغۍ سره مخ و.

Back to top button