اسلایدشوافغانستانحکومتخبر

د هېواد له لویدیځې حوزې د حاجیانو د لېږد لړۍ پیل شوه

دید خبرې آژانس: د هرات سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت له هوايي له ډګره سعودي عربستان ته د حجاجو د لېږد لړۍ تېره ورځ (جمعه) پیل شوې ده.

تېره ورځ زر تنه حاجیان په درېیو الوتنو کې د هرات له هوايي ډګره د سعودي عربستان جدې ته ولاړل.

د مسوولینو د شمېرو پربنسټ، په پام کې ده چې له لویدیځې حوزې پنځه زره حاجیان په نوولس الوتنو کې سعودي عربستان ته ولاړ شي.

د هرات د ارشاد، حج او اوقافو رییس، سیف الدین عزیزي و ویل: «۷۸۶ تنه هغه کسان دي چې د کرونا له وخت راهیسې پاتې وو، ۳۰۰ د سږ کال پچه اچونې له لارې او ترڅنګ یې د اسلامي امارت د مشر له لوري ځینو مجاهدینو ته سهمیه ځانګړې شوې وه او ټولټال ۱۳۱۵ کسان له هراته حج ته ځي.»

ډېری دغه کسان چې له کلونو راهیسې دغې ورځې ته په تمه وو، د حج مراسمو پر مهال د اسانتیاو برابرولو غوښتنې کوي.

د حج زیارت کوونکی، نور احمد طلوع‌نیوز ته وایي: «که معلمین د حاجیانو خدمت ته زیاته پاملرنه وکړي، ښه به وي. دوی باید موږ ته د حج د ادا کولو طریقې په ښه ډول وښيي چې خپل حج سم ترسره کړو.»

د سیمه‌ییزو مسوولینو په خبره، له لویدیځې حوزې به د دغو حاجیانو د لېږد لړۍ شپاړس ورځې دوام وکړي.

د هرات د هوايي ډګر د ملکي برخې رییس، محمدیعقوب اغا ذاکري و ویل: «سږ کال لویدیځ زون ته ۴۵۹۳ کسان سهمیه ورکړل شوې، چې په نولس پروازونو کې لېږدول کیږي.»

د هرات سیمه‌ییز مسوولین وايي، دغه ولایت کې د حج زیارت کوونکو ته ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

د شمېرو پربنسټ د حج سږنیو مراسمو کې افغانستان ته د ۳۰ زره حاجیانو ونډه ورکړل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button