اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

د هېل: طا-لبان د ځواک له ماتېدونکې بحران سره مخامخ دي

دید خبرې آژانس: د هېل ورځپاڼې راپور ورکړى، چې طا-لبان د « ځواک ماتېدوتېدو » او مخ په زیاتیدونکي بشري او اقتصادي بحران سره مخامخ دي.

دغه ورځپاڼه وايي، په افغانستان کې د طا-لبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته؛ هېواد لا هم له ناڅرګندې برخليک سره مخامخ دی.

راپور وايي چې د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې «هیڅ ډاډ» نشته.

د راپور له مخې، د افغانستان ګاونډیان، چې په د دا/عش خراسان په څېر د نړیوالو ترهګرو ډلو د « احتمالي برید» په اړه اندېښمن دي، دغه وضعیت ته د زیاتې اندېښنې په سترګه ګوري.

ورځپاڼه زیاتوي، په افغانستان کې د واک خلا د نړۍ لپاره « ژورې پایلې» رامنځته کړې دي.

په دغه راپور کې راغلي « د هراړخېزو ډیپلوماتیکو هڅو نشتوالي د افغانستان ګاونډیان په یوه ناڅرګند حالت کې اچولي دي؛ ځکه دوی دا هېواد د ژور بحران په څنډه کې ویني. د دې واک خلا پایلې، په ځانګړې توګه د نړیوال امنیت لپاره ژورې دي.»

له بلې خوا ياده ورځپاڼه وايي، چې د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش نه حاضرېدل تصادفي نه وو، بلکې په قصدي ډول يې د خبرو په پړاو کې ګډون ونه کړ. ځکه چې د لومړي او دویم پړاو تجربې ته په پام سره، د کوم پرمختګ تمه کمه وه.

دهل وايي د ګوترش پرېکړه « ستراتیژیکه» ښکاري. دا یوه ښکاره هڅه وه چې د طا-لبانو د غیر مستقیمې رسميت پېژندنې مخه ونیول شي.

په همدې حال کې، د افغانستان بانکي سکټور سره د نړیوالو مالي بنسټونو د تعامل او اړیکو نشتوالي د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې ننګونې لاپسې زیاتې کړي او په افراطي سیاستونو د طالبانو ټينګار په دې برخه کې لوی خنډ دی.

راپور وايي، طا-لبان پرته له دې بله چاره نه لري چې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طا-لبانو مشر د « امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون» په نوم یو نوی قانون توشيح  کړی چې له مخې یې ښځې له کوره بهر له هر ډول فعالیتونو منع شوي او آن د ښځو غږ  اورېدل یې «حرام»  بللي. دغه قانون پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا