تر تولو مشهورروستي خبرونهټولنه

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د باران او تیز باد د احتمال خبرداری ورکړی

دید خبرې آژانس: ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې مسوولین  نن او سبا په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت او سختو بادونو خبرداری ورکړی دی.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست وړاندوینه کړې چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې به د اورښتونو او سختو بادونو شاهد وي.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د بدخشان، تخار او نورستان ولايتونه به د بارانونو شاهد وي او د سالنګ په ګډون شمالي، لوېديځ، سوېل ختيځ او مرکزي ولايتونه به د سختو بادونو شاهد وي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد ډېری ولایتونه د سختو بارانونو او سیلابونو شاهدان دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا