اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

د هلمند په سنګین ولسوالي کې د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه شوي

دید خبرې آژانس: له هلمند ولایت څخه ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالی کې د هلمند په سېند کې د واده د موټر د ډوبېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ تنه غړي مړه شوي دي.

دغه پېښه د سه شنبې په ورځ د (زمري ۹مه) د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ جوغولونډک په سیمه کې هغه مهال وشوه، چې یوه کورنۍ له کندهاره یادې سیمې ته د واده په مراسمو کې د ګډون په موخه تللې وه.

ځايي سرچینې وايي، موټر د هلمند په سېند کې ډوب شوی، د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي په کې مړه شوي او د موټر چلوونکي جسد لا هم په اوبو کې ورک دی.

تر دې مهاله په هلمند کې د طالبانو سیمه‌ییزو مسوولینو د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د هلمند د سېند په اوږدو کې په ځلونو دې ته ورته پېښې په کجکي ولسوالۍ کې هم رامنځته شوې او علت یې د خلکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا