د هغو لسګونو افغان محصلینو راتلونکې نامعلومه ده چې د عراق امریکايي پوهنتون ته تللي دي
ډید خبري اژانس: د عراق امریکايي پوهنتون ته تللي افغان بې ځایه شوي محصلین امریکا ته د ننوتلو د اجازې په انتظار کې له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي.
په لسګونو افغان محصلین چې د افغانستان په امریکایي پوهنتون (AUAF) کې یې زده کړې کولې، هغه مهال عراق ته ولاړل کله چې افغانستان د طا-لبانو د واکمنۍ پر مهال را وګرځید او پوهنتون وتړل شو.
دا محصلین د AUAF د ۱۱۰ محصلینو له جملې څخه وو چې وکولای شول عراقي کردستان ته د عراق په سلیمانیه پوهنتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
اوس ۲۳ تنه محصلین د امریکا متحده ایالاتو ته د تګ د منظورۍ په تمه دي، هلته پوهنتونونو ته منل شوي او د قطر سکالرشیپ پروژې له لارې افغانانو ته د تحصیلي دورې د بشپړولو او یا هم د فراغت د زده کړې لپاره بورسونه ترلاسه کړي دي.
یو زده کونکي CNN ته وویل: «اوس زه په ناڅرګند حالت کې یم.»
له ۱۰۰ څخه زیات بې ځایه شوي افغان محصلین — چې ۸۰ یې په عراق کې دي — لا دمخه متحده ایالاتو ته تللي دي، چې هلته په ۴۵ پوهنتونونو کې زده کړې کوي، د سرچینې په حواله چې له موضوع سره اشنا دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دوی د عراق په سلیمانیه امریکايي پوهنتون کې د افغان محصلینو په اړه خبر دي، خو د انفرادي قضیو په اړه څه نه شي ویلای.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: د امریکا د مهاجرینو د داخلې د پروګرام دوسیه کیدای شي اوږده وي، خو موږ د خپلو افغان متحدینو د دوسیو د څیړلو ته لومړیتوب ورکوو او د دوسیو د ژر تر ژره رسیدو لپاره جدي کار کوو.
دا باید په پام کې ونیول شي چې ۲۳ زده کونکي چې په عراق کې پاتې دي تر اوسه د امنیتي تصفیې پروسې له امله د P-1 تصویب نه دی ترلاسه کړی.